دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۲۱
د مطلب کود : 213860
افغانستان کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر څه باندې ۳۳زرو ته ورسېد
د افغانستان روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ۱۸ ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۲۳۹مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ.
روغتیا وزارت نن دوشنبه جولای۶(چنګاښ۱۶) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۶۶۸ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۲۳۹ یې مثبت او پاتې منفي ثابت شوي دي.
په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د ټولو اخته کسانو شمېر۳۳۱۹۰ تنو ته ورسېد.
له یادو پېښو څخه ۹۰ په کابل، ۲۳ هرات، ۷ کندهار، ۸بلخ، ۱ ننګرهار، ۱۶ بامیان، ۱ تخار، ۹بغلان،۵ لوګر،۵۱ غزني،۵ کندز، ۳ پروان، ۳ لغمان،۴ کونړ، ۲ هلمند،۲ سمنګان،۳پنجشېر او ۶ په زابل ولایت کې ثبت شوي دي.
د افغانستان د روغتیا وزارت د رسمي معلوماتو په اساس په تیره یوه شپه او ورځ کې په اتو ولایتونو کابل، هرات، بامیان، بغلان،بادغیس،غزني،میدان وردګ او کاپیسا کې د کرونا ویروس له امله۳۴ تنه مړه شوي دي.
په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر۸۹۸ تنو ته پورته شوو.
همدارنګه په ۱۳ ولایتونو کې د کرونا ویروس څخه ۷۳۷ تنه بیرته روغ شوي چې د ټولو روغ شوو کسانو شمېر۲۰۱۰۳ تنو ته ورسېد.
د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.
په امریکا کې د جانس هاپګینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس دیکشنبې تر غرمې جولای ۶ (چنګاښ ۱۶) پورې ۵۳۴۴۵۹کسان مړه کړي او څه باندې یوولس ملیونه نور په اخته شوي دي.
https://avapress.com/vdcfvmd0xw6dyca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته