په همدې حال کې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون هم په هېواد کې د بشري حقونو فعالاتو ژوند ته اندېښنه ښودلې ده او ډاډ ورکوي چې په دې برخه کې به هرې ممکنه لارې څخه کار واخلي ترڅو د مدني فعالانو ژوند خوندي شي. د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې په هېواد کې د بشري حقونو د فعالانو د خوندیتوب له کبله اندېښنه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د بخښنې نړیوال سازمان پرون- جمعه په یوه بیان کې وویل چې په افغانستان کې د بشري حقونو مدافع ډلې او فعالان له وېرولو، ځورولو، خبرداریو او تشدد سره مخامخ دي او حکومت یې باید د ځاني خوندیتوب لپاره لاس په کار شي.