د یاد ولایت د والي ویاند جیلاني فرهاد خبرايالان ته وویل، دغه بندیان د جمهور رییس د حکم پر اساس د سولې په برخه کې د حسن نیت او د بین الافغاني خبرو د اسانتیا په هدف خوشي شول.
افغان حکومت تر اوسه د طالبانو تر ۴۰۰۰ زره ډېر بندیان ازاد کړي او د نورو د خوشي کېدو لړۍ هم روانه ده. د یادولو وړ ده چې تېره ورځ طالبانو هم په غور ولایت کې ۱۷حکومتي زندانیان له بنده خلاص کړل.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې له مخې افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ زره بندیان، خو طالبان به د حکومت ۱۰۰۰ زر تنه بندیان ازادوي او تر هغه وروسته به د افغانانو تر منځ د خبرو بهیر پیلېږي. په پام کې ده د دغو خبرو لومړۍ ناسته د قطر په پایتخت دوحه کې وشي.