دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۱
د مطلب کود : 214393
کندهار ولايتي چارواکي: خصوصي د لوړو زده کړو مؤسسې دې له محصلينو فيس نه اخلي
د کندهار ولايتي مسؤلين وايي، ترڅو چې حضوي زده کړې نه وي پيل شوي خصوصي د لوړو زده کړو مؤسسې دې له محصلينو فيس نه اخلي. دغه څرګندوني د يکشنبې په ورځ د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب د خصوصي پوهنتونونو له مسؤلينو سره د ليدني پر مهال وکړې، چي پکښي د کندهار پوهنتون د محصلینو چارو مرستيال پوهنمل فیض الله قاضي زاده او يو شمېر محصلينو هم ګډون کړی وو. په ليدنه کي د بېنوا خصوصي پوهنتون محصلينو وويل، د کرونا ویروس له کبله یې د حضوري تدريس پر ځای په انلاين تدريسي بهير کي له زياتو ستونزو سره سره برخه اخيستې، چي د لوړو زده کړو وزارت له خوا ورسره د فيسونو د تخفيف ژمني هم سوې دي.

د محصلينو په وينا خصوصي پوهنتونونه د لوړو زده کړو وزارت د هداياتو بر خلاف په داسي حال کي له محصلينو څخه د فيسونو غوښتنه کړې، چي کرونايي ماحول له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي او ياده ستونزه يې له ولايت مقام سره هم شريکه کړې، څو ورته د حل لاره ولټول سي.
دغه راز د خصوصي پوهنتونونو مسؤلينو يو په بل پسي خبري وکړې او ويې ويل، د لوړو زده کړو وزارت د هداياتو مطابق يې انلاين تدريسي بهير راپيل کړی، چي په خبره يې په ياد بهير کي يې د محصلينو اړتياوو ته په کتو لازمي اسانتياوي رامنځته کړي.
د پوهنتونونو د مسؤلينو په خبره، د خصوصي پوهنتونونو د کارمندانو د معاشاتو او ادارې د اړتياوو د پوره کولو په موخه يې له محصلينو څخه د فيسونو غوښتنه کړې، چي په خبره يې که د ۱۰۰ سلنه فيس تحويلي امکان ونه لري ۵۰ سلنه دي یې تحويل سي.
په ورته وخت کي د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب د خپلو خبرو پر مهال د خصوصي پوهنتونونو له مسؤلينو څخه مننه وکړه، چي په هر ډول حالاتو کي يې د کندهار ځوانانو ته د لوړو زده کړو زمينه برابره کړې او په روزلو کي يې نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کوي.
https://avapress.com/vdchwknix23nzxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته