دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۸
د مطلب کود : 214426

په دغه کښتۍ کې پداسې حال کې چاودنه او بیا اورلګیدنه رامنځته شوې چې ۲۰۰ تنو امریکایي پوځیانو په کې شتون درلود.

دغه چاودنه پرون یکشنبه د ځایي وخت له مخې سهار شاوخوا اته نیمې بجې د امریکا د کالیفورنیا ایالت سن ډیاګو کې د سمندري‌ ځواکونو په یوه هډه کې په یوه ستره پوځي کښتۍ کې  رامنځته شوې ده .
په دغه هډه کې د سمندري ځواکونو ویاند اې بي سی نیوز ته ویلي، چې د اور لګېدنې له امله ۱۷ سمندري پوځیان او څلور مُلکیان روغتون ته لیږدول شوي، چې د ټولو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.
 د چاودنې او اورلګیدنې لامل تر اوسه پورې معلوم ندی
https://avapress.com/vdcewe8wpjh8zei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته