دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۹
د مطلب کود : 214505
د پاکستان د بهرنیو چازو وزارت وايي، سر له سبا24 سرطان له هند سره پوله کې واګا بندر هم د افغانستان د صادراتو لپاره خلاصوي. پاکستان د کورونا وېروس خپرېدو پسې له افغانستان سره ټولې لارې تړلې وې، خو ګام په ګام نورې خلاصې شوې او اوس یې د واګا بندر د پرانیستو خبره هم کړې ده. پاکستاني چارواکي وايي، د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره به دغه بندر کې هم ټول اړین تدابیر نیول کېږي.

پاکستان د روانې میاشتې په پیل کې د تورخم او چمن رسمي لارې او له هغهوروسته تازه په خوست کې د غلام خان، په پکتیکا کې د انګور اډې او په پکتیا کې د ډنډ پټان لارې هم د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر مخ خلاصې شوې خو په د سپن بولدک لار تر اعتراضونو وروسته بېرته تړلي پاتې.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي د افغانستان ډیری کرنیز توکي او میوې دا وخت رسیږي، نو غواړي د لارو پرانیستو سره له افغانستان سره سوداګري بېرته پخواني حالت ته بوځي.
د دوی په وینا دا کار د دواړو هېوادونو سیاسي اړیکي هم رغولی شي.
افغانستان که څه هم د دې ګام هر کلی کړی خو ویلي يي دي د افغانستان سوداګري تر پاکستان د سیمې له نورو هېوادونو سره ډېره شوې او پخواني حالت ته ګرځيدل به يې ستونزمن وي.
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي په ټول کې د کابل او اسلام اباد تر منځ سوداګري تر پخوا ۵۰ سلنه کمه شوې.
د دې وزارت د معلوماتو او خپرونو مسوول جواد دبیر په وینا افغانستان دا مهال ډېر صادرات هندوستان ته او ډېر واردات بیا له ایران لري.
دا وخت له پاکستان ور ها خوا د افغان سوداګرۍ لپاره د منځنۍ اسیا لارې، د ایران چابهار بندر، اقینې بندر، تور غونډۍ، حیرتان او هوايي دهلېزونه خلاص شوي دي.
د سوداګرۍ وزارت د روان مالي کال د لومړیو دریو میاشتو راپور ښيي چې افغانستان له ټولو ۲۰۳ میلیون ډالرو صادراتو ۶۴ سلنه يې هندوستان او پاتې نور ډېر يې پاکستان او چین ته وو.
افغانستان ته واردات بیا ډېر له ایران، چین او پاکستان شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdccx0qip2bqsp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته