دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۶
د مطلب کود : 214512
طالبانو د حکومت ۲۵ نور زندانیان خوشي کړل
طالبانو په کندهار ولایت کې د افغان حکومت ۲۵ تنه زندانیان ازاد کړي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټویټر پاڼه لیکي، چې دوی نن یو ځل بیا د تړون سره سم په کندهار ولایت کې د افغان حکومت ۲۵ تنه زندانیان خوشي کړي.
طالبانو څو ورځې وړاندې هم په غور او د هیواد نورو ولایتونو کې د حکومت یو شمېر بندیان ازاد کړي وو.
 طالبانو تر دې دمه د افغان حکومت نیږدې ۸۰۰ بندیان خوشي کړي او دغه راز افغان حکومت بیا ۴۱۹۹ طالب بندیان له خپلو زندانونو ازاد کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د ۶۰۰ بندیانو پر سر پرتې ستونزې لا هم نه دي هواري شوې. افغان حکومت وایي چې یاد بندیان په لویو جرمونو کې ښکېل دي او د دوی په وینا دغه بندیان نه خوشي کوي.
بلخوا طالبان بیا ټينګار کوي که یې بندیان د لېست سره سم خوشې نه شي، بین الاافغاني مذاکرات به پیل نه کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdca6ynuu49n6m1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته