محمد حنیف اتمر، المار محمد یاروف او رشید مرادوف هوکړه وکړه چې د زمري میاشتې پر ۱۶مه نېټه به د دغو طرحو او مکانیزم د پلي کېدو لپاره لازم تدابیر ونیول شي.
په دې ویډیویي ناسته کې د سوداګرۍ او ټرانسپورټ د پراختیا په هدف د لاجوردو له لارې د غوره ګټې اخیستنې په تړاو هم موافقه وشوه. دا طرحه د روانې جولای میاشتې پر دویمه نېټه په څلورو سکټورونو، ټرانسپورټ، سوداګرۍ، انرژۍ او پانګونې برخو کې د درېیو هېوادونو د جمهور ریسانو په غونډه کې مطرح شوې وه.