دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۶
د مطلب کود : 214568
کندهار ښار کې ماین چاودنې یو پولیس افسر وواژه
تېره شپه د کندهار ښار د درېیمې حوزې اړوند “خواجک بابا” سیمه کې پر پولیسو ماین چاودنه کړې. چاودنه د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې، چې پر مهال يې یو پولیس افسر وژل شوی دی. تېره ورځ هم د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د وو جلا چاودنو کې د ملي امنیت د یوه سرتېرې په ګډون پنځه ملکي وګړي ټپيان شوي وو.
https://avapress.com/vdcb0ab5wrhb8sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته