دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۴
د مطلب کود : 214684
افغان او پاکستاني ځواکونو نښته؛ افغان حکومت وايي پاکستان پوځ اوربند منلی
د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د چهارشنبې د ورځې د نښتو وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دیپلوماتیکو هڅو وروسته د پاکستان پوځ اوربند منلی او پر دې مسله یې د یوې ګډې غوندې په جوړیدو موافقه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې د ورځې ناوخته په یوه اعلامیه کې د کونړ ولایت په سرحدي سیمو د ډیورنډ د کرښې له هغې غاړې د توغندیو بریدونه، چې د اعلامیې پر اساس د سیمې خلکو ته یې د سر او مال زیان اړولی په سختو ټکو غندلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویلي " د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماتیکو هڅو په نتیجه د پاکستان د لورې هوکړه وکړه، ترڅو ډزبند تامین شي او په سیمه کې د دواړو هیوادونو د بیرغ لاندې غونډه جوړه شي".
د کونړ ولایتي چارواکو ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت د سرکاڼو په سرحدي ولسوالۍ کې د پاکستان له اړخه د ویشتل شوو توغندیو بریدونو کې شپږتنه ملکي وګړي وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان شوي دي.
د رپوټونو له مخې دا توغندي د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتو وروسته د کونړ ولایت د سرکاڼو او مروررې ولسوالیو په ځینو سیمو لګیدلي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان د پوځ له لورې دا ډول د توغندیو بریدونه ورته د منلو نه دي.
دا اعلامیه وايي" د پاکستان د پوځ له لورې دا ډول د توغندیو بریدونه، چې د ملکي تلفاتو سبب هم ګرځیدلي د افغانستان دولت ته د منلو نه دي او د پاکستان پر دولت غږ کوي، چې ترڅو دا ډول اقداماتو څخه ډډه وکړي. دا ډول بریدونه او د ډیورنډ د فرضې کرښې په اوږدو کې د خپلسرو تاسیساتو رامنځ ته کول ، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د کړکیچ لامل ګرځیدلی شي په هیڅ ډول د افغانستان اسلامي دولت ته د منلو وړ نه دي".
د کونړ د والي ویاند غني مصصم خبریالانو سره په خبرو کې ادعا کړې، چې برید لومړی د پاکستاني ځواکونو له خوا شوی او افغان ځواکونو یې په ځواب کې پر پاکستاني ځواکونو ډزې کړي دي.
تراوسه د دغې پیښې شوې نښتې علت څرګند نه دی، خو پاکستان پوځ د تیرو دریو کلنو راهیسې د ډیورنډ د کرسې په اوږدو کې د اغزن مزي او د کټارو په جوړولو کار پیل کړی، چې په ترڅ کې د دغې دوه زره ۴۳۰ کیلومتره اوږدې کرښې په ډیرو سیمو کې کټارې لګول شوي او په ځینو سیمو کې د تګ راتګ د کنټرولو لپاره دروازې هم ایښودل شوي دي.
افغان حکو مت په په پرله پسې ډول د کرښې په اوږدو کې د کټارو لګولو او دروازو ایښودلو سره مخالفت څرګند کړی او د پاکستان دا اقدام یې د کرښې په اوږدو کې د قومونو د بیلولو هڅه بللې ده.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل اوړمه ورځ د انګوړ اډې په سیمه کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو له خوا د لګول شوې دروازې جوړل هم همدغسې یوه هڅه بللې وه.
پاکستان لا تراوسه د تازه نښتو په هکله څه نه دي ویلي.خو دمخه د پاکستان پوځ د سرحد په اوږدو کې د توغندیو د بریدونو علت د افغانستان له سرحدي سیمو څخه د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د برید کوونکو نښه کول ښودلي وو.
همداشان پاکستان وايي، چې د کرښې په اوږدو کې کټارې د سرحد د کنټرولو لپاره لګوي.
افغان حکومت ویلي، د ورته دواړخیزو مسلو پر سر د دیپلوماتیکو لارو خبرو ته چمتو دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcaaynuy49n6i1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته