دخپریدو نیټه :جمعه ۲۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۵۴
د مطلب کود : 214754
پتمن: بې جوازه درملتونونه دې قانوني شي
خوست کې هغه درملتونه چې جواز نه لري، د قانوني کولو لپاره یې یوه هر اړخیزه طرحه جوړه او فعالیتونه یې باید و ارزول شي. مهمه ده، چې په عاجله توګه د عامې روغتیا په برخه کې د خلکو لپاره وړ سهولتونه رامنځ ته شي او خصوصي او دولتي سکتور کې اصلاحات رامنځ ته او خدمات نور هم پیاوړي کړي.
خوست کې هغه درملتونه چې جواز نه لري، د قانوني کولو لپاره یې یوه هر اړخیزه طرحه جوړه او فعالیتونه یې باید و ارزول شي.
د یاد ولایت د رسنيو دفتر وايي، دا خبره خوست والي ښاغلي محمد صدیق پتمن د عامې روغتیا د سکتور له مسولینو او له کابل څخه راغلي پلاوي سره په کتنه کې وکړه.
په دې پلاوي کې د عامې روغتیا وزارت د ولایتونو د صحت همغږۍ، د درملو د تنظیم ملي ادارې، د صحي قوانینو بررسۍ او فارمیسي ریاست مسولینو برخه درلوده.
د خوست والي لخوا راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د پلاوي غړو د سفر موخې او د عامې روغتیا رئیس ډاکټر حبیب شاه انصاري د روغتیا موجوده وضعیت په اړه مالومات وړاندې کړل.
د ولایت والي د عامې روغتیا سکتور ته لارښونه وکړه، چې په دې ولایت کې د خصوصي سکتور له لوري جوړ شوي درملتونونه چې جوازونه نه لري، بررسي کړي او په اړه یې یوه جامع طرحه جوړه کړي، ترڅو وکولای شي، چې د درملتونونو فعالیت قانوني او د دوی ستونزو ته رسیدنه وشي.
ښاغلي پتمن وویل:
مهمه ده، چې په عاجله توګه د عامې روغتیا په برخه کې د خلکو لپاره وړ سهولتونه رامنځ ته شي او خصوصي او دولتي سکتور کې اصلاحات رامنځ ته او خدمات نور هم پیاوړي کړي.
سرچینه زیاتوي؛ د ولایت والي له پلاوي مننه وکړه، چې ددې ولایت د صحت په اړه عمومي جاج اخلي او بیا یې د ستونزو د حل په موخه له مرکزي ادارو سره شریک کوي.
https://avapress.com/vdciw5ar5t1azy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته