دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۲
د مطلب کود : 214777
پکتیا: پر امنیتي ځواکونو برید کوونکی وسله وال ووژل شو
پکتیا کې ۱ تن وسله وال طالب هغه مهال ووژل شو چې د ملي امنیتي ځواکونو په ګزمه یې د برید پلان درلود. دفاع وزرات ویلي؛ تیره شپه وسله والو طالبانو د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د «خرشي»په سیمه کې د ملي امنیتي ځواکونو په ګزمې د برید پلان درلود. خو د ګزمې بیدارو منسوبینو د دغه پلان د عملي کیدو مخنیوی وکړ.
یاد وزارت ویلي؛ په دې لړ کې ۱ تن ترهګر طالب ووژل شو او یو میل کلاشینکوف او یو عراده موټرسایکل د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي.
https://avapress.com/vdcd5o0x5yt0f56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته