دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۷
د مطلب کود : 214879
عبدالغني مصمم د کونر ولایت ویاند وایی، د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د یاد ولايت اسمار ولسوالۍ په خوشال تالي سيمه کې  د لشکر طيبه ډلې پر مرکز توپچي برېدونه کړي چې د دې ډلې درې تنه جنګيالي يې وژلي او او څلور نور  یې ټپیان کړي دي.
مصمم وايي، په بریدونو کې د هغوی يو مرکز او ګڼ شمېر درنې او سپکې وسلې هم له منځه وړل شوې دي. د کونړ د سیمه‌ییزو چارواکو په خبره، په يادو بریدونو کې ملکي وګړو ته زيان نه دی اوښتی. بل لور ته لشکر طيبه ډلې تر اوسه د يادو ادعاوو په اړه رسنیو څه نه دي ويلي
https://avapress.com/vdcgut9xyak9q74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته