دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۶
د مطلب کود : 214881
د کونړ د ښځو اړوند ستونزو پر حل خبرې وشوې

د ښځو چارو وزارت سرپرستې او نوماند وزيرې حسينې ساپۍ د کنړ د ښځو چارو رياست مشرې سهيلا بابر سره وکتل.
د ښځو چارو سرپرستې وزیرې په رسمي فیسبوک پاڼه لیکل شوي؛ لومړى سهيلا بابر اغلى ساپۍ ته د ښځو چارو وزارت سرپرستى او نوماند وزيرۍ مبارکى ويلو سره يې په کنړ کې د ښځو ستونزو او کړکېچونو په هکله معلومات ورکړل او له وزارته يې د حل لارو غوښتنه وکړه.
وړاندې زیاته شوې؛ د ښځو چارو نوماند وزيرې حسينې ساپۍ خپلو خبرو په ترڅ کې يې د ټولو ولايتونو او په کنړ ولايت کى د وزارت مشرتابه له خوا، ښځو ته د اسانتياو برابرولو، دستونزو حل کولو او د مرستو پر دوام ټينګار وکړ.
https://avapress.com/vdcjoxe8vuqevoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته