دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۱
د مطلب کود : 215013
پاکستاني طالبانو بلاول بوټو په مرګ ګواښلی
پاکستاني رسنۍ وایي، د تحریک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې ویاند احسان الله احسان د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ته د مرګ ګواښونه کړي.
د پاکستان د سنا مجلس او د پاکستان د خلکو ګوند یو مخکښ غړي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د تحریک طالبان پاکستان وسله‌والې ډلې ویاند د دوی د ګوند مشر ته د مرګ ګواښونه کړي.
بلاول بوټو د پاکستان د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري زوی او اوس مهال د پاکستان د خلکو ګوند مشر دی. دغه ګوند په دې هیواد کې له مهمو ګوندونو شمېرل کېږي.  
دغه راز د پاکستان د استازو مجلس غړو د یاد هیواد د پخواني ولسمشر د زوی د تهدید په تړاو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، که د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو ته هر راز امنیتي ګواښ پېښ شي، مسئول به یې د عمران خان حکومت وي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdchzmnix23nzvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته