دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۱
د مطلب کود : 215030
اروپايي ټولنې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د هېواد پولو کې دولتي ځواکونه په روغتیايي توکو سمبال کړل. دغه مرستې د کډوالۍ سیاستونو پراختیا نړیوال مرکز لخوا افغان حکومت ته سپارل شوې دي. افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر، پيير مایډون وايي، دا مرستې له افغانستان سره د کرونا ویروس ضد مبارزه کې د دغې ټولنې د مرستو ژمنو یوه برخه  ده.

د کډوالۍ سیاستونو پراختیا نړیوال مرکز مسوول طلوع نیوز ته وايي چې پوله کې افغان ځواکونو او دولتي کارکوونکي له کرونا ویروس سره د مبارزې لومړۍ کرښه کې دي او دا مرستې له همدې کبله دوی ته سپارل شوې دي.
د کډوالۍ سیاستونو پراختیا نړیوال مرکز د سرحدونو مدیریت پروژې د مدیریت مسوول، انریکو رګالیه زیاتوي:«دا توکي پوله ساتو پولسو او د ګمرکونو کارکوونکو ته مرسته کیږي څو له هغو کسانو سر چې افغانستان راځي او ورسره ګوري، خوندي ووسي او د هغو کسانو په پېژندګلوی کې چې کرونا ویروس لري، مرسته وکړي.»
په مرسته شویو توکو کې عادي او اِن ۹۵ ماسکونه، ایمني کالي، د مینځلو مواد او ضد عفوني مواد شامل دي.
د کورنیو چارو وزارت هم وايي چې مرستې یې ترلاسه کړې دي او ژر به یې پوله ساتي پولسو ته وسپاري.
دغه توکې د کورنیو چارو وزارت ترڅنګ دفاع او مالیې وزارتونو ته هم سپارل شوي دي.
د لومړیتوب له مخې ټاکل شوې ده ډېرۍ توکي د هېواد هوايي ډګرونو کې او ختیځ او لودیځ کې ځواکونو ته وسپارل شي.
https://avapress.com/vdcgwn9xzak9qz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته