دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۳
د مطلب کود : 215052
د هلمند په ناوه کې د کرونا وبا د مخنيوي ټيم کار پيل کړ
په ناوه ولسوالۍ کي د کرونا ناروغۍ صحي ټيم تر پېژندل کېدو وروسته خپل کارونه راپيل کړل. د ياد صحي ټيم پېژند غونډه د ناوې د خلج په بشپړ روغتیایي مرکز کي د CHS مسولينو يا صحي شوراګانو د مشرانو او DPO يا واکسين کمپاينرانو په حضور کي وسوه.
دغه د کرونا وبا د مخنيوي ټيم به په سيار ډول د ناوې له عينکه تر سرخدزه په ټولو کليو او عامه ځايونو کي وګرځي، دوی به مشکوک او په دې ناروغۍ اخته کسانو ته لازمي صحي مشورې ورکړي او که اړتيا وه د لښکرګاه مشخص سوي کرونا ضد روغتون ته به يې انتقال کړي.
هلمند کې د کرونا پېښې کمې شوي دي او له تېرو څو اوونيو راهيسې هيڅ کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.
https://avapress.com/vdcammnuu49n6w1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته