دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۳
د مطلب کود : 215084
اکسفورډ پوهنتون د کورونا ویروس ضد درمل جوړ کړل
یاده دې وي چې څه موده وړاندې پر زر تنو رضاکارانو دا واکسین ازمویل شوی و. سرچینه وایي، اوس د دغه واکسین د ازموینو پایلې ښيي چې د یادو کسانو په وینه کې اړین انټي باډي او سپینې حجرې تولید شوې او دا وړتیا لري چې د دې ناروغۍ پر وړاندې ښه مبارزه وکړي.
کارپوهان که څه هم دې لاسته راوړنې ته خوښ دي، خو اوس هم ډاډه نه دي چې څومره ګټه به ولري. دوی د جوړ شوو درملو په تړاو پر لا ډېرو څېړنو ټینګار کوي. دا په داسې حال کې ده چې دې ناروغۍ تر اوسه په نړیواله کچه تر نیم میلیون د ډېرو کسانو ژوند اخیستی او تر ۱۴ میلیونه ډېر نور پر اخته شوي دي. 
https://avapress.com/vdcfctd0jw6dyxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته