دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۸
د مطلب کود : 215100
ولسي جرګې ملي دسترخوان رد کړ
افغان حکومت د وچې ډوډۍ او غنمو لړۍ د وېش څخه وروسته د ملي دسترخوان په نوم هغه پروګرام چې د کرونا ځپلو کورنیو ته به مرسته ورکوي پیل کړی چې تازه يې د دې پروګرام طرحه ولسي جرګې ته وړاندې کړې چې د ولسي جرګې د رایو په اکثریت د ملي دسترخوان په نامه د افغان حکومت دا پروګرام رد سو.

د ولسي جرګې غړو ویلي چې د حکومت دغه پروګرام د اساسي قانون د ۹۱ مادې خلاف دی، ځکه نو يې رد کړی تر دې وړاندې د ولسي جرګې غړو ویلي وو چې دغه پروګرام باید لغوه سي، ځکه په هغه کې د پراخ فساد د رامنځ ته کېدو وېره سته ده.
دا په داسې حال کې کیږی چې د وچې ډوډۍ او غنمو د وېش پروګرام کې هم د فساد راپورونه ورکول سوي
https://avapress.com/vdce7n8w7jh8zzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته