دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۴۰
د مطلب کود : 215125
د ننګرهار د قباله جاتو ودانۍ به ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي
د ننګرهار ولایت د قباله جاتو ودانۍ د جوړولو چارې ۹۷ سلنه بشپړ شوي او په پام کې ده چې دا ودانۍ به ډېر ژر ګټه اخیستنې ته وسپارل شي. د ښارجوړولو وزارت وايي، یاده ودانۍ د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار په لومړی ناحیه کې په ۱۱ بسوې ځمکه کې جوړیږي.

د دې پروژې مالي لګښت څه باندې ۹۷ میلیونه افغانۍ ده چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په مالي مرسته او د ملي پراختیا شرکت له لوري په عصري او معیاري توګه جوړیږي.
سرچینه زیاتوي؛ په دې ودانۍ کې د انجنیري او مهندسي لوړو معیارونو په نظر کې نیولو سربېره، د دوامداره برېښنا، ټیلفون، انټرنټ، امنیتي کمرې، لیفټ، د تهویې ځانکړی سیسټم او داسې نور اسانتیاوې په پام کې نیول شوي دي.
د دې ودانۍ په جوړېدو سره به په ننګرهار ولایت کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ۲۰۰ کارکوونکي د ځمکو د مدیریت، ښاري پراختیا او په ځانګړې توګه د قبالو او ثبت او اجرا په برخه کې خپلې چارې تنظیم او په ورځ کې د ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰ مراجعینو ستونزې او اړونده چارې به پرمخل یوړل شي.
https://avapress.com/vdcb5sb5srhb88p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته