دغه واکسین پر ۷۰۷ کسانو ازمویل شوی دی او ښه پایله یې ورکړې ده، خو ویل کیږي چې لا ډېر ازمایښت ته اړتیا لري.
د اکسفورد پوهنتون استاده، سارا ګیلبرټ وايي:«ډېر کار پاتې دی چې ډاډه شو، آیا دا واکسین د کرونا ویروس ضد لپاره ښه مرسته کولی شي او که نه خو لومړنۍ پایلې ښې وې.»
ټاکل شوې بریټانیا د دغه واکسین ۴۰ میلیونه دوزه واخلي. په همدې حال کې نړۍ کې ډېرې پوهان د کرونا ویروس ضد واکسین جوړولو باندې بوخت دي.
په همدې حال کې د روغتیا نړیوال بنسټ وايي چې د کرونا ویروس ضد واکسین پروژه ورځ تربلې اوږدیږي.
مخکې له دې امریکا کې هم د "مُدرنا" شرکت لخوا جوړ شوی واکسین پر ۴۵ کسانو تطبیق شوی وو او مثبته پایله یې ورکړې وه.
دغه واکسین په ټولو کسانو کې چې هېڅ ناروغي یې نه درلوده، مثبت ثابت شوی وو او یوازې لږ سردرد او لړزه ورته پیدا شوې وه.