دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۲۵
د مطلب کود : 215155
افغان حکومت وايي چې په تېرو دوو اوونیو کې طالبانو له امریکا سره د سولې هوکړې پر خلاف، د هېواد په دیارلسو ولایتونو کې د ځانمرګو بریدونو سربېره پر ښارونو، لویو لارو، ولسوالیو هم بریدونه کړي دي.

په داسې حال کې چې حکومت د طالبانو له لوري د دغو تاوتریخوالي زیاتوالی د منلو نه ګڼي، خو طالبان وايي چې د دولتي ځواکونو د بریدونو په غبرګون کې دا بریدونه کړي دي.
تېره ورځ په میدان وردګو ولایت کې د دولتي ځواکونو پر موټري کاروان یوه موتربم چاودنې اته تنه دولتي ځواکونه ووژل او ۹ تنه نور یې ټپیان کړل.
  
په داسې حال کې چې د تاوتریخوالي کمښت له امریکا سره د طالبانو د هوکړې د لاسلیک پر مهال یو له مهمو ژمنو وو؛ خو د تاوتریخوالي ډېروالی د یادې هوکړې ښکاره تر پښو لاندې کېدل بلل کېدای شي.
د هغو شمېرو له مخې چې طلوع نیوز راټولې کړې دي څرګندوي چې، دغه تاوتریخوالی له تېرو دوو اوونیو راهیسې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې دوام لري.
په دې موده کې طالبانو پر ښارونو د بریدونو سربېره، لویې لارې تړلي او همداراز یې پر سټراتېژیکو ولسوالیو هم بریدونه کړي دي.
د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وویل:«دلته دننه په خپل هېواد کې ځانمرګي او چاودنې کوي، د خپلو هېوادوالو کورونه او ښوونځي ویجاړوي.»
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي:«د طالبانو د تاوتریخوالي زیاتوالی د افغان حکومت او د نړیوالې ټولنې لپاره د منلو نه دی او د سولې له هغې هوکړې چې طالبانو له امریکا سره د فبرورۍ په ۲۹ لاسلیک کړې په څرګنده سرغړونه ده.»
ځينې وېډیوګانې چې دوه ورځې مخکې ثبت شوي د بغلان په چشمه شېر سیمه کې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د جګړې ښکارندويي کوي او ویل کېږي طالبانو دغه لار د دوو ورځو لپاره د ټرافیکو پر مخ تړلې وه. 
د بغلان امنیه قومندان محمد ویس صمیمي څرګنده کړه:«هره کمزورۍ سیمه چې دوی غواړي هغه کې ګډوډي رامنځته کړي، موږ هلته چمتووالی لرو او ډېر ژر په چشمه شېر لار کې ډېر ځواکونه ځای پر ځای شي.»
له بل لوري له کندهاره هم خبر راسېږي چې، د دغه ولایت پر تخته پل ولسوالۍ د طالبانو له برید وروسته امریکايي ځواکونو پر طالبانو هوايي بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۲۵ طالبان هم وژل شوي دي.
د کندهار امنیه قومندانۍ وايي، په یوې بلې پېښه کې یې په معروف ولسوالۍ کې ۱۴ طالب جنګیالي چې پاکستاني کارټونه هم ورسره وو، وژلي دي.
د کندهار د امنیه قومندان ویاند جمال بارکزی وايي:«په تخته پل ولسوالۍ کې امریکايي ځواکونو بریدونه کړي دي او پولیسو هم په کندهار کې په ځمکنۍ جګړه کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.»
د میدان وردګو په سید اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه کاروان ترسره شوی موټربم برید چې د ۱۷ دولتي سرتېرو د مرګ ژوبلې لامل شو، د افغان حکومت له لوري د سولې په برخه کې د طالبانو د کړو ژمنو تر پښو لاندې کول بلل شوي دي.
په میدان وردګو ولایت کې د مدني ټولنې غړی قیوم راستمن څرګندوي:«د معلوماتو پربنسټ په دغې پېښه کې زموږ څه باندې لس دولتي ځواکونه وژل شوي او څه باندې لس تنه نور پټیان شولي دي.
له بل لوري د غوربند په دره کې بیا په یوې جګړې کې د اتو دولتي ځواکونو او ۱۳ طالبانو له وژل کېدو هم خبر ورکړ شوی؛ خو طالبانو ويلي د دوی بریدونه د دولتي ځواکونو د خوځښتونو په غبرګون کې ترسره شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcenn8wnjh8zzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته