د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال ميرويس ناب دې ناستې ته په خبرو کې په بېلابېلو برخو کې، په ځانګړي ډول د افغانستان او ازبکستان تر منځ د اقتصادي، سياسي او امنيتي همکاريو له پراختیا د امريکې متحدو ايالتونو ملاتړ مهم او ارزښمن وباله.
د بهرنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، نوموړي هيله څرګنده کړه چې د کابل او تاشکند هڅې او د واشنګټن ملاتړ به په سيمه کې د درېواړو هېوادونو د اهدافو په تحقق کې اغېزمن وي.
په دې ناسته کې دغه راز په اقتصادي او سوداګريزو مسايلو، پانګونې او ګمرکونو، د انرژۍ پر لېږد او د رېل پټلۍ پر جوړولو، ښوونه او روزنه او روغتیا او کرنه د درېواړو هېوادونو دپلوماتانو خبرې وکړې.
تر دې وړاندې د درېواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو پرېکړه کړې وه، چې د يادو هېوادونو کاري ډلې دې د دوی پرېکړې او تصاميم عملي کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس