د بغلان د پولیسو ویاند، احمد جاويد بشارت ته وویل چې د طالبانو د ۱۳ کسیزې ډلې قوماندان قاري شیرجان پرون شپه له حکومتي ځواکونو سره په نښته کې نیول شوی دی.
د بشارت په وینا، قاري شېرجان په د کابل – بغلان پر لویه لار او په خنجان ولسوالۍ کې د حملو مسئول دی.
وسله والو طالبانو د بشارت د ادعا په اړه لا څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس