د دغه ولایت د کرنې رییس محمد سالم ساعي وویل، په دې برنامه کې شامل کسان په نهرشاهي او خلم ولسوالیو کې د پستې ځنګلونه اوبه کوي او یو شمېر نور کسان بیا په کلدار او شور تپې ولسوالیو کې په نیالګیو کېنولو بوخت دي.
دی زیاتوي چې په دغو کسانو کې ۲۰۰ مېرمنې هم شاملې دي چې په یاد ولایت کې د قوریو په جوړېدو بوختې دي. دغه ریاست وایي، یاده برنامه د شپږو میاشتو لپاره ده او د خوړو د نړیوال سازمان له لوري برابره شوې ده.