دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۲۰
د مطلب کود : 215345
الکوزیو قوم د انسجام شورا له مسوولینو سره ولیدل شول
لغمان والي د الکوزیو قوم د انسجام شورا له مسوولینو، قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځایي اوسیدونکو سره ولیدل.
د یاد ولایت د رسنیو دفتر ویلي؛ نن د پنجشنبې په ورځ د زمري په دویمه نېټه د الکوزیو قوم د انسجام شورا مسوولینو، قومي مشرانو، دیني عالمانو او یو شمېر ځایي اوسیدونکو د لغمان والي ښاغلي رحمت الله یارمل سره ناسته وکړه.
د الکوزیو د قوم د انسجام شورا مشرانو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې تل یې له نظام او حکومت څخه دفاع کړې او لا به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
سرچینه زیاتوي؛ راغلو قومي مشرانو د امنیت، سولې، انکشاف اوښې حکومتوالۍ د پياوړتیا په موخه د ولایتي ادارې له هڅو ملاتړ اوښوده.
په ورته مهال د لغمان والي رحمت الله یارمل د الکوزیو قوم له مشرانو مننه وکړه چې تل له خپل حکومت او ادارې سره همکار پاتې شوي.
هغه وویل:
هڅه به وکړي چې د ټولو قومونو ترمنځ یوالي او پرمختګ ته لا ډیر کار وشي او قومي مشران دې د چارو بهبود په موخه له مسوولینو سره خپلې مشورې او وړاندیزونه شریکه وي.
ښاغلي یارمل د الکوزیو قوم د انسجام شورا مسوولینو او راغلو قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې ولایتي اداره به یې ټولو ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو حل ته کار وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcfjtd0tw6dyma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته