د لښکرګاه ښاروالۍ وايي، دغه ولايت مرکز کې د فري زون ساحې د سړک ايستلو چارې روانې دي.
مسؤلين وايي، دا سړک به په اساسي ډول جوړ شي او د همدې کار لپاره يې يو منظم ټيم هره ورځ څارنه کوي.
د يادوني وړ ده چي د لښکرګاه ښاروالۍ له لوري د د ښار د بيلا بيلو برخو د سړکونو د قيريزي کولو چاري رواني دي.
خو لا هم سيمه کې ډېرې لارې او سړکونه ويجاړ دي، چې خلک يې د رغونې غوښتنه کوي.