دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۸
د مطلب کود : 215498
پر ترکیه تور: د لیبیا جګړې ته یې ۱۶۵۰۰ تنه مزدوران لیږلي
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې په وینا ترکیې د لیبیا جګړې ته ۱۶۵۰۰ تنه جګړې ته وارد کړي دي.
یادې ډلې ویلي چې په دې کې ماشومان هم شامل دي.
دې ډلې زیاته کړې چې په دوی کې ۳۵۰ ماشومان دي چې عمرونه یې له ۱۸ کلنو کم دي.
د بشر حقونو فعالانو ویلي چې ترکیې دا کسان د قطر په همکاري لیږدولي دي او اکثره یې سومالیايي کاریګر دي.
د سومالیا ګارډین ویب پاڼې د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې قطر او ترکیې په زرهاو سومالیايي اجیران لیبیا کې د اتحادیې د حکومت او د هغې پورې تړلو ملیشو تر څنګ په روانه جګړه کې د برخې اخیستو لپاره لیږدولي دي.
https://avapress.com/vdceon8wvjh8zei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته