د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، تېر ماښام د ننګرهار محبس ته څېرمه موټر بم تروريستي بريد شوی چې له امله يې تر دا مهاله د ملکي وګړو پنځه جسدونه او ۴۲ ټپيان حوزوي روغتون ته ليږل شوي چې د ټپيانو وضعيت د ډاډ وړ دی.
نوموړی وايي، امنيتي ځواکونو د محبس پوستې په بشپړ ډول باندې تر خپل کنټرول لاندې راوستی،لومړني مالوماتو له مخې تر اوسه درې بريدګر وژل شوي خو څېرمه پلازه کې چې ملکي وګړی په کې ميشت وو،په ډير احتياط د پاتې وروستي منزل عمليات جريان لري،تر څو پاتې بريد ګر په کې ووژل شي.