دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۸
د مطلب کود : 215984
د ننګرهار برید کې ٢٠ تنه شهیدان شوي او ٨٥ ټپیان دي

 ننګرهار کې د پرون ماښام راهیسې پر محبس برید تر دې دمه روان دی.

یو شمېر سرچینو تأیید کړې، چې په برید کې ٢٠ تنه ملکیان او نظامیان شهیدان شوي او ٨٥ ټپیان دي.

خو د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼی بیا وایي، درې بریدګر وژل شوي، ٥ ملکیان شهیدان شوي او ٤٥ ټپیان دي.
د ننګرهار پر محبس برید پرون ماښام ٦:٤٠ دقیقې د هاموي ټانک په واسطه ترسره شوی او تر دې دمه لا هم د امنیتي ځواکونو او بریدګرو تر منځ جګړه نه ده سړه شوې.
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي، د یاد ولایت پر محبس موټر بم او ډله ییز برید کې تر دامهاله ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د ولایت ویاند عطاءالله خوږیاني نن دوشنبه (زمري۱۳) شمشادته ویلي چې بریدګر له محبس سره نژدې شرق پلازې اخري چت کې ځای پر ځای شوي او ځینې محبس ته هم داخل شوي دي.

د ننګرهار ولایت مقام د معلوماتو په اساس تر دا مهاله درې بریدګر د افغان ځواکونو لخوا وژل شوي دي.

عطاءالله خوږیاني همدارنګه ویلي ۷۰۰ زندانیان چې د تېښتې هڅه یې کوله بیرته نیول شوي دي.

تېر ماښام لومړی د ننګرهار محبس ته څېرمه موټر بم بريد او تر هغه وروسته یوشمېر وسله والو له یوې پلازه څخه پر محبس ډزې پيل کړې.

"امنيتي ځواکونو د محبس پوستې په بشپړ ډول باندې تر خپل کنټرول لاندې راوستی،لومړني مالوماتو له مخې تر اوسه درې بريدګر وژل شوي خو څېرمه پلازه کې چې ملکي وګړی په کې ميشت وو،په ډير احتياط د پاتې وروستي منزل عمليات جريان لري،تر څو پاتې بريد ګر په کې ووژل شي."
https://avapress.com/vdcevn8wejh8zoi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته