دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۱
د مطلب کود : 216123
د یاد هېواد د روغتیا وزیر حمد حسن وايي، تر اوسه د دې چاودنې له کبله ۷۸ کسان وژل شوي او ۴۰۰۰ زره نور ټپیان شوي دي. په ورته وخت کې ګڼ شمېر کسان لادرکه دي او د چاودنې وېجاړۍ ته په کتو داسې وېره شته چې مرګژوبله به تر دې هم لوړه وي. د لبنان د کورنیو چارو وزیر او د عامه امنیت مشر ویلي، داسې ښکاري چې دا چاودنه د هغو وسلو په ګودام یا ډیپو کې شوې چې څو کاله وړاندې نیول شوې وې، خو دواړو چارواکو ویلي چې تر اوسه د پېښې کره لامل معلوم نه دی او په تړاو یې د دوی څېړنې روانې دي. د دغه هېواد جمهور رییس میشال عون ویلي، دا د منلو نه ده چې په یوه ګودام کې څه باندې دوه نیم زره ټنه (امونیم نایټرېټ) په ناخوندي توګه ساتل کېدل. د چاودنې له ځایه تر ډېره لېرې ودانۍ نړېدلې دي، ونې را ولوېدلې او پر سړکونو د سوځېدلیو موټرو کتارونه تر سترګو کېږي.
https://avapress.com/vdcauinue49n661.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته