دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۹
د مطلب کود : 216298

د هند په کرالا ایالت په هوايي ډګر کې یوه الوتکه د ناستې پرمهال حادثه کړې چې د هغه له امله د هندي رسنیو د رپوټونو پربنسټ، ۱۴ تنه وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
د هندي رسنیو د رپوټونونو پربنسټ، دا الوتکه چې له دوبۍ څخه راغلې وه، د ناستي پر مهال حادثه وکړه او دوه نیمه شوه.
د دغې پېښې پرمهال د کرالا ایالت «کوژیکود» ښار د شدید باران د اورېدو شاهد و.
ویل کېږي چې د دغې الوتکې پیلوټ په دغې پېښه وژل شوی دی.
دغې الوتکې ۱۹۱ سپرلۍ لرله او هغه هندي وګړي چې د کورونا ویروس له امله له هند څخه بهر ګیر پاتې وو بېرته هېواد ته راستنول.
https://avapress.com/vdcdn90xjyt0fx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته