د افغانستان د ملی امنيت پخواني مشر او د تېرو ولسمشريزو ټاکنو نوماند وايي، پر پاکستان هېڅ باور په کار نه دی.
نوموړي پر خپل ټوېټر ليکلي، پاکستان به په خوښۍ سره له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتلو ته زمينه برابرولو کې مرسته وکړي، خو هېڅکله به د افغانستان او سيمې له سولې او امنیت سره مرسته ونه کړي.
نبيل زياته کړې، دوی به تل ترهګري په سيمه کې د يوې وسيلې په توګه په خپلو پاليسيو کې تر دې وروسته هم وکاروي.
د افغانستان د ملي امنيت پخواني مشر دغه راز ويلي چې پاکستان همدا اوس هم په سيمه کې د داعش ډلې د خراسان څانګې او د القاعده شبکې د هند ټاپووزمې له څانګې د نورو ترهګرو ډلو لپاره د يوه چتر په توګه ملاتړ کوي.
نبيل داسې مهال دا خبرې کړې چې تازه د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاهمحمود قريشي د امريکا د بهرنيو چارو وزير مایک پمپيو سره په ليدنه کې ويلي، پاکستان په افغانستان او سيمې کې له ثبات سره همکاري کوي.