د سوداګرو د ټولنې د مسولینو پر وینا، د ننګرهار او هرات تر څنګ د هېواد په نورو ګمرکونو کې هم پر سوداګریزو توکو محصول یو ډول نه اخیستل کېږي او ګمرکي تعرفې سره توپیر لري. د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال زلمی عظیمي له مالې وزارت غوښتنه کوي چې افغان سوداګرو ته دې پر نورو برخو سربېره، د تعرفو د یو ډول عملي کېدو په برخه کې هم اسانیتاوې برابرې کړي. «زموږ غوښتنه له مالې وزات څخه دا ده چې په ټول هېواد کې تعرفې په یو ډول تطبیق شي، نه دا چې ننګرهار کې یو ډول او هرات او نورو ولایتونو کې بل ډول عملي کېږي.»