دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۰۱
د مطلب کود : 216484
د غزني‌ ولایت سیمه ایزو مقاماتو ویلي دي چې د نوموړي ولایت د اندړو په ولسوالۍ کې د طالبانو او سیمه ایزو خلکو ترمنځه د عشر د راټولو په مسئلې د رامنځته شوې شخړې په نتیجه کې نښته شوې ده . په نښته کې ۶ تنه سیمه ایزو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او دوه تنه طالب اورپکي‌ مړه او یو تن طالب اورپکی ټپي شوی دی.

د غزني‌ د والي‌ ویاند وحیدالله جمعه زاده خبري‌ رسنیو ته ویلي دي چې د غزني‌ ولایت د اندړو ولسوالۍ د بالا در ولسوالۍ  په سیمه کې د طالبانو او سیمې خلکو ترمنځه نښته وشوه. نښته هله وشوه چې د سیمې خلکو د عشر د ورکولو نه ډډه وکړ او وروسته نښته وشوه.
پدې نښته کې د دوه تنه طالبان چې یو تن يي مهم طالب مشر دی وژل شوي او یو تن بل ټپي شوی دی. هغه ویلي دي چې پدې پيښه کې دوه تنه ملکي‌ وګړي مړه او ۴ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.
ویاند ویلي دي چې امنیتي‌ ځواکونه د سیمې د خلکو په ملاتړ د نښتې د مخنیوي‌ هڅه کوي.
طالبانو د نوموړې نښتې په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویلي.
https://avapress.com/vdcaainuy49n6y1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته