دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 216665
د اوبو د تنظیم ادارې دوه انجینران وژل شوي
د اوبو د تنظیم ملي ادارې دوه انجینران پرون له پروان کابل ته پر لاره وو چې د وسله‌والو له برید سره مخ شوي او دواړه وژل شوي. د کاپیسا د پولیسو ویاند عبدالشایق شورش رسنیو ته ویلي، یاده پېښه پرون مازیګر را منځته شوې ده. د نوموړي په خبره، دغه انجینرانو د کابل سیند د اوبو د تنظیم مسئولیت په غاړه لاره او په همدې ورځ یې د پلاوې په توګه کاپیسا او پروان ولایت ته سفر کړی وو. هغه دغه راز وویل، دغه کسان په کاپیسا کې د کار تر خلاصېدو وروسته پروان ولایت ته تللي وو او له پروان څخه کابل ته پر لاره وو چې وسله‌والو طالبانو پرې برید کړی او دواړه یې وژلي. وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.
https://avapress.com/vdcb00b5srhb80p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته