صديقي پر خپل ټوېټر ليکلي، د افغانستان حکومت په دې برخه کې له وړاندې خپل اقدامات ترسره کړي او طالبان باید د دې ډول اعلامیو له خپرولو ډډه وکړي.
تر دې وړاندې طالبانو ادعا کړې وه، چې داعش ډله د افغان حکومت د استخباراتو او يو شمېر نظاميانو په مرسته هڅه کوي پر هغو ۴۰۰ طالب زندانيانو بريد وکړي چې ټاکل شوې له پلچرخي زندان ازاد کړای شي.
د طالبانو له لوري په خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یوه داعشي ډله د افغان حکومت د استخباراتو، ځینې نظاميانو او دغه راز د پلچرخي زندان د یو شمېر امنیتي پوستو د قومندانانو په مرسته هڅه کوي له دغه زندان د ۴۰۰ طالب بندیانو پر لېږدونکي موټر برید وکړي.
طالبانو افغان حکومت تورن کړی چې غواړي پر دې کار سره له زندانیانو غچ واخلي او د سولې پروسه ناکامه کړي.
ولسمشر غني څو ورځې وړاندې له هغه وروسته د ۴۰۰ طالب بنديانو د ازادېدو حکم لاسليک کړ چې کابل کې جوړې شوې مشورتي لويې جرګې د هغوی د ازادېدو مشوره ورکړه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)