دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۳
د مطلب کود : 216735
د افغانستان د روڼتیا د څاربنسټ وايي چې حکومت او د افغانستان عدلي او قضايي بنسټونه د غصب شویو دولتي ځمکو په بېرته ګرځولو کې ناکام دي. د دغه بنسټ یو څېړنه د دې ښودنه کوي د دې سربېره چې ولسمشر په ځلونو ژمنه کړې چې د دولتي ځواکونو د غاصبانو پېژاند به بربڼ او په ډاګه کړي خو تراوسه روښانه نه ده چې غصب شوې دولتي ځمکې کومې دي چې د دغو ځمکو د غصب د دوام مخه ونیول شي.


ولسمشر غني د تېر کال په مرغومې میاشت کې امر ورکړ چې په هېواد کې د دولتي ځمکو د غاصبانو نومونه ډاګیزه شي او دا کسان ممنوع الخروج شي؛ خو د ولسمشرله دغه فرمان نه د څه باندې اتو میاشتو له تېرېدو وروسته لا هم د هغو کسانو هویت افشا شوی نه دی چې د دولتي ځمکو په غصب کې لاسر لري.
 
د روڼتیا څار بنسټ څېړونکی ناصر تیموري په دې اړه وویل:«د افغانستان عدلي او قضايي سیسټم او د افغانستان دولتي نظام د ځمکو د غصب د سترو دوسیو د څېړنې په وړاندې عملاً فلج دی. افغان حکومت د پرله پسې ژمنو سربېره لږ تر لږه لاسته راوړنه هم نه لري.»
د ښارجوړونې او ځمکو وزارت وایي چې ۱۵زره ۸۳۰ تنه یې چې ځایي زورواکي او مخور کسان په کې شامل دي؛ د دولتي جایدادونو د غصب په تور شاوخوا دوه کاله وړاندې عدلي او قضایي ادارو ته معرفي کړي دي.
د ښارجوړونې او ځمکو وزارت ویاند حشمت ناصري هم څرګنده کړه:«د ۱۵ زره او ۸۳۰ تنو نوملړ چې د ځمکې پر غصب تورن وو عدلي او قضايي ارګانونو ته استول شوي چې دوسیې یې وڅېړل شي او هغه کسان چې عملاً د ځمکې په غصب کې دخیل دي د قانون پر مطابق ورسره چلند وشي.»
د دغه وزارت د ورکړل شویو معلوماتو له مخې یو اعشاریه شپږ مېلیونه جریبه دولتي ځمکه او د استوګنې ۳۳۵ جوړ شوي ښارګوټي هم حقوقي ستونزې لري او حکومت توانېدلی دی چې د دغو جایدادونو ځينې حقوقي ستونزې حل کړي.
د لویې څارنوالۍ ویاند جشمید رسولي وویل:«د افغانستان اسلامي جمهوري لویه څارنوالۍ د ځمکې د غصب ټولو پېښو ته چې له بېلابېلو مرجع رارسېدلي د قانون په روښنايۍ کې څېړلي او رسېدنه کړې ده.»
ولسمشر د غصب شویو جایدادونو د په ګوته کولو او د غاصبانو د پيژندلو مسوولیت د کابل والي ته سپارلی و.
د کابل والي یعقوب حیدري وايي:«زموږ او د کابل ولایت د ادارې له خوا ټولې راغونډې شوې شمېرې د امنیه قومندانۍ او کورنیو چارو وزارت استېناف څارنوالۍ ته رسېدلي دي.»
د غصب شویو ځمکو بېرته اخیستل د ولسمشر یوه له ژمنو وه.
د ښارجوړونې او ځمکو وزات وایي چې په کابل کې شاوخوا ۱۰۰زره جریبه ځمکه غصب شوې ده. د کابل والي وایي چې شاوخوا ۵۰ جریبه ځمکه په ده سبز، چهار آسیاب، بګرامیو، قره باغ او شکر درې ولسوالیو کې د نفوذ لرونکو او زورواکو له لوري غصب شوې ده.
https://avapress.com/vdcjtme8iuqevaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته