د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ کشر ورور رابرټ د ۷۱ کلونو په عمر ومړ.
د سپینې ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ولسمشر کشر ورور رابرټ د ورپېښې ناروغۍ له کبله د امریکا په ماونټ سینای روغتون کې ساه ورکړې.
په خبرپاڼه کې د ولسمشر ټرمپ له خولې لیکل شوي:
هغه نه یوازې دا چې زما ورور و بلکې تر ټولو ښه ملګری مې و.
رابرټ له ډونالډ ټرمپ درې کاله کشر و او له اوږدې مودې را په دې خوا د ټرمپ کورنۍ د شرکتونو د ودانیزې برخې مسئول و.
دا معلومه نه ده چې د هغه د مړینې علت څه و او د امریکايي رسنيو په راپورونو کې د هغه ناروغي نه ده مشخصه شوې او ویل شوي چې هغه ډېر ناروغ وو.