دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 217059
پومپیو: سیاسي توافق ته ژمن یو خو چې افغانستان کې جګړه ختمه شي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي، امریکا به هغه وخت له طالبانو سره سیاسي توافق ته ژمنه پاتې شي چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي. نوموړي د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱ مې کلیزې په مناسبت په پیغام کې ویلي، هیواد به یې له طالبانو سره هغه وخت سیاسي توافق ته ژمن پاتې شي چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي او د دې تضمین وشي چې له افغانستان به امریکا او متحدینو ته یې هیڅ کوم خطر نه پېښېږي. نوموړي دغه راز ويلي، د افغانانو خپلواکۍ ته په درناوي سولې ته ژمن دي او په خبره یې دوی هیله لري چې افغانان په ازاده فضا کې هوسا ژوند ولري. پومپیو ویلي، په داسې تاریخي شېبو کې چې افغانان سره را ټول شوي او د تلپاتې سولې لپاره هڅې کوي ټول هیوادونه باید د یو خپلواک او پر ځان بسیا افغانستان لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
https://avapress.com/vdcjiae8huqevyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته