دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۲
د مطلب کود : 217141
د بښنې نړيوال سازمان: د افغانانو په ګډون ۱۶۸ مېليونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري
د بښنې نړيوال سازمان وايي، د افغانانو په ګډون د نړۍ شاوخوا ۱۶۸ مېليونه وګړي د کرونا تر څپې وروسته بشري مرستو ته اړ دي. کرونا وايروس د افغانستان په ګډون د نړۍ ګڼ بې‌وزله هېوادونه سخت وځپل او حکومتونه يې ونه توانېدل په دغسې يو ناورين کې خلکو ته مرستې ورسوي، خو پرمختللو هېوادونو بيا خپلو خلکو ته نغذي مرستې برابرې کړې. د بښنې نړيوال سازمان په يوه راپور کې ويلي، په افغانستان کې څلورو لسيزو جګړو اجازه نه ده ورکړې چې د بې وزلۍ او فقر پر وړاندې مبارزه وشي او اوس هم داسې ګڼ افغانان شته چې هره ورځ يوازې د ژوندي پاتې کېدو لپاره هڅه کوي.
د افغان حکومت شمېرې ښيي چې اوس مهال په افغانستان کې ۵۸ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

اوس مهال حکومت هڅه کوي، د نړيوال بانک په مرسته د ملي دسترخوان په نوم يو پروګرام پلی کړي تر څو هېواد کې له فقر سره مبارزه وکړي او خلکو ته مرستې ورسوي، خو دا پروګرام هم د خلکو له سخت غبرګون سره مخ شوی او حتا ولسي جرګې په غوڅ اکثريت دغه پروګرام رد کړ. خو پر دې سربېره هم حکومت د دغه پروګرام پلي کولو ته دوام ورکوي.
https://avapress.com/vdcbazb58rhb88p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته