دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۲۱
د مطلب کود : 217356
محمد نبي شل اوریزو سیالیو کې ۴زره منډې جوړې کړې
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبدلې پیاوړي لوبغاړي محمد نبي د شل اوریزو په نړیوالو او سوداګریزو سیالیو کې ۴زره منډې جوړې کړې. محمد نبي د ویسټ انډیز په کربین لیک کې ایس ټي لوشیا زوکس لوبډلې سره لوبېږي نبي په خپله ۲۶۱مه لوبه کې دا ۴زره منډې پوره کړې. نبي په روانو سیالیو کې د خپلې لوبډلې لپاره دوه ځلې د غوره لوبغاړي جایزې خپلې کړې دي. محمد نبي ۳۵کاله عمر لري چې په شل اوریزو سیالیو کې د پاکستان لوبډلې له مخکښ لوبغاړي شاهد افریدي څخه د غوره لوبغاړي جایزې په ترلاسه کولو سره مخکښ شو محمد نبي د یوه غوره الراونډر( ټول چاري) په صفت ۲۶۲شل اوریزو سیالیو کې یې ۴۰۱۴منډې جوړې کړې دي او ترڅنګ یې په توپ اچونه ۲۷۵لوبغاړي اوټ کړي دی
https://avapress.com/vdcjiae8muqevtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته