دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۵
د مطلب کود : 217608
د پاکستان صدراعظم عمران خان، د افغانستان د مصالحې د عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله، سره په تیلیفوني خبرو کې هیله ښودلې چې بین‌الافغاني خبرې څومره چې ممکن وي، ژر پیل شي.

د افغانستان د مصاحلې عالي شورا په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه تیلیفوني خبرې د چهارشنبې د ورځې له غرمې وروسته شوي او د پاکستان صدراعظم په دې خبرو کې ژمنه وکړه چې د افغانستان د سولې له کوښښونو ملاتړ کوي.
په اعلامیه کې زیاته شوې، دواړو لورو همدارنګه ټینګار کړی چې د تاوتریخوالو کمیدل کولای شي د بین الافغاني مذاکراتو لپاره مناسبه فضا رامنځ ته کړي.
عبدالله عبدالله په داسې حال کې د پاکستان له صدراعظم سره ټلفوني خبري کوي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سه شنبې په ورځ اګست ۲۵ (وږي ۴) د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره چې هغه هیواد ته تللی، ولیدل.
ددغې لیدنې کتنې وروسته په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې خبرې د افغانستان د سولې په ځنډیدلي بهیر او ددې بهیر په راتلونکې متمرکزې وې.
خو د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح بیا پاکستان ته د طالبانو د هیئت د سفرمهال په خپل ټویټر ولیکل، ترهګر طالبان د پاکستان د حکومت زړه ته یوه ورځ وروسته له هغه سفر کوي چې اسلام آباد پر هغوی بندیزونه ولګول.
د افغانستان د جمهور رئیس دوهم مرستیال سرور دانش هم نن د چهارشنبې د عاشورا د ورځې په مناسبت په یوه وینا کې افغانستان سولې ته په اشارې ویلي چې:"د طالبانو ډله د افغانستان له دولت سره د خبرو د پیل کولو په وړاندې پلمې لټوي."
ښاغلي دانش ویلي، که څه هم چې طالبان او د هغوي ملاتړي یې د افغانستان دولت د خنډونو په رامنځ ته کولو ملامتوي، خو په وینا یې د سولې واقعي مخالفین طالبان دي.
د افغانستان د سولې بهیر او بین الافغاني مذاکرات د طالبانو د پاتې شاوخوا ۳۲۰ بندیانو د خوشیدو پر سر د رامنځ ته شوي کړکیچ په نتیجه کې ځنډیدلي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjyae8ouqevmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته