دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۱
د مطلب کود : 217639
مسي غواړي بارسلونا لوبډله پرېږدي
د اسپانیا د بارسلونا لوبډلې نامتو لوبغاړي لیونل مسي له خپلې لوبډلې غوښتې چې روان کال کې ورسره خپل تړون پای ته ورسوي. د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې مسي له خپلې لوبډلې غوښتنه کړې چې د روان کال په اوړي کې غواړي خپل تړون پای ته ورسوي او دغه لوبډله پرېږدي. ویل کېږي دغه نامتو لوبغاړي دا پرېکړه وروسته تر هغه کړې چې تېره اوونۍ یې د اروپا په اتلانو لیګ کې له بایرن مونیخ لوبډلې ۲-۸ ګوله ماتې وخوړه او له لیګ نه دغه لوبډله بهر شوه. له بله پلوه د بارسلونا کلب مشر جوریف ماریا ویلي، مسي د فوټبال د نړۍ تر ټولو ښه لوبغاړی دی او هغه باید د خپل تړون د مودې تر پایه بارسلونا سره پاتې شي. لیونل مسي په ۲۰۱۷ کال کې د بارسلونا سره تړون نوی کړ چې له مخې یې د ۲۰۲۱ تر جون پورې باید په دې کلب کې لوبه وکړي. د دغه تړون پر بنسټ هر اونۍ ۶۴۵ زره امریکايي ډالر مسي ته ورکول کېده او نوموړی له تېرو ۲۰ کالو راهیسې له دې لوبډلې سره و. مسي چې په نړیواله کچه د فوټبال تر ټولو نامتو لوبغاړی بلل کېږي تراوسه یې تر ټولو زیات شپږ د سرو زور توپونه ترلاسه کړي او دغه راز یې پنځه د سرو زرو بوټان هم ګټلي دي.
https://avapress.com/vdcds50xnyt0f96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته