دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۸
د مطلب کود : 217649
جمهوررییس غني د پروان خلکو ته په وخت د مرستو رسولو ډاډ ورکړ
د دغه ویډیو کنفرانس په پیل کې د پروان والي ډګر جنرال فضل الدین عیار او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني د دغه طبیعي افت د اوښتو تلفاتو او زیانونو په اړه تخمیني معلومات وړاندې کړل. دوی وویل، لومړنۍ شمېرې ښيې چې د دغو سېلابونو له امله ۸۵ تنه شهیدان او ۱۲۰ تنه ټپیان شوي او کابو۵۰۰ د استوګنې کورونه ویجاړ شوي دي. همدارنګه زیاتې کرنيزې ځمکې تخریب او د چاریکارو کانال ته زیان اوښتی دی. د پروان والي او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر څرګنده کړه، زیانمنو شویو ته د غوره رسیدګۍ په موخه پنځه زره کورنیو لپاره کومکي بستو، درې زره خېمو، د څښلو پاکو اوبو، خوراکي توکو، نغدي مرستې او درملو ته اړتیا لرو. جمهوررییس د دوی د خبرو له اورېدو وروسته د پروان، پکتیا او میدان وردګ ولایتونو کې د سېلابونو له امله د اوښتو تلفاتو په خاطر د خپلې غمشریکۍ مراتب څرګند کړل. جمهوررئیس څرګنده کړه، مالیې وزارت به د بودجې د تخصیص او د ارګ علمیاتي واحد به د چاریکارو کانال د بیارغاونې په برخه کې اقدام وکړي او ټولې اړوند ادارې به د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح تر څار لاندې بېړنۍ مرستې زیانمنو شویو ته ورسوي. جمهوررئیس غني د پروان ولایت مشرانو ته ډاډ ورکړ چې زیانمنو شویو کسانو ته به مرستې په وخت رسیږي. جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې اړوندو ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې په پروان ولایت کې د سېلاب له امله رامنځته شوي زیانونه وارزوي، ترڅو منفي اغېزې یې په درست ډول مدیریت شي.
https://avapress.com/vdceef8wojh8zpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته