دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 217920
د راتلونکي میلادي کال په لومړیو کې د ټاپي پروژې کارونه پیلېږي
د کانونو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چي د دغه وزارت سرپرست وزیر محمد هارون چخانسوري، د ښار جوړونې وزیر محمود کرزي او د ټاپي پایپ لاین شرکت اجراییوي رییس محمدمراد امانوف پرون په همدغه هدف یوه درې اړخیزه هوکړه لاسلیک کړه. د سرچینې په وینا، د کانونو او پټرولیمو وزارت وزیر هارون چخانسوري ویلي چې ټاپي پروژه د سیمې او افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لوبولی شي. هغه همدارنګه زیاته کړې، په تېرو کلونو کې د یادې پروژې د پلي کېدو په برخه کې مهم پرمختګونه شوي دي. د نوموړي په وینا، تخنیکي سروې، د ماین پاکۍ سروې او د ځمکې سروې هغه کارونه دي چې د ټاپي پروژې د ترسره کېدو په برخه کې ترسره شوي دي. د یادولو وړ ده چې د دې پروژې عملي کارونه په ۱۳۹۶ کال کې پیل شول. د ټاپي پاین لاین له لارې په کلني ډول ۳۳ میلیارده متر مکعب ګاز د ۳۰ کلونو لپاره نورو ګاونډیو هېوادونو ته لېږدول کېږي او افغانستان به له دې لارې هر کال ۴۰۰ میلیونه ډالر عاید تر لاسه کړي.
https://avapress.com/vdcgxu9xzak9qy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته