دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۶
د مطلب کود : 218244
طالبانو له حکومت سره د خپل مرکچي پلاوي مشر بدل کړ
طالبانو له حکومت سره د مذاکرو د پلاوي مشر بدل کړ. د هغوی له لوري په یوه خبرپاڼه کې چې پرون ماخوستن خپره شوه، لیکل شوي چې له حکومت سره د مذاکرو د پلاوي مشري مولوي عبدالحکیم ته ورکړل شوې ده.
مولوي عبدالحکیم د طالبانو قاضي‌القضات هم بلل کېږي او د ځیني راپورونو پر اساس، د طالبانو د مخکېني مشر، ملا محمد عمر له نږدې کسانو و. د طالبانو له لوري له حکومت سره د مذاکرو نوی اعلان شوی پلاوی ۲۱ غړي لري.
د اګسټ په ۲۶مه نېټه په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي له ازادی راډیو سره په مرکه کې ویلي و چې دی به له حکومت سره په خبرو کې د طالبانو د پلاوي مشر وي.
 
خو په کومه خبرپاڼه کې چې بېګا خپره شوې، ستانکزی د پلاوي مرستیالۍ ته راټيټ شوی او پلاوي ته یو بل تن هم وراضافه شوی دی. یو بل بدلون چې د طالبانو د دوحې د دفتر په تشکیل کې راغلی د نوي ویاند ټاکنه ده.
د طالبانو په بېګانۍ اعلامیه کې ویل شوي چې د دوحې د دفتر د ویاند مسؤلیت له سهیل شاهینه اخیستل شوی او محمد نعیم وردک ته ورسپارل شوی دی.
د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو د پيل نېټه لا نه‌ده اعلان شوې.
خو د افغانستان د سولې وزارت تېره اوونۍ لا ویلي و چې دوی تیار دي او پر طالبانو یې غږ کړی و چې د خبرو پیل ته تیار شي.
په همدې حال کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت خاص استازی زلمی خلیل‌زاد دوحې ته روان شوی دی.
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون (د سپټمبر ۵مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې خلیلزاد د جمعې په ورځ دوحې ته روان شوی دی. په اعلامیه کې ویل شوي چې خلیل‌زاد به د افغانستان د سولې په اړه د خبرو د ژر تر ژره پیل لپاره هڅې وکړي او په سیمه کې به وګرځي.
په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي. په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د افغانستان مشران باید د سولې لپاره له دې تاریخي موقع څخه کار واخلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgt79xtak9qx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته