دخپریدو نیټه :جمعه ۲۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۶
د مطلب کود : 218597
فرانسې د شپږ طالب بندیانو له خوشي کېدو سره مخالفت ښودلی
د فرانسې حکومت د هغه شپږ طالب بندیانو له خوشي کېدو سره مخالف ښودلی چې دغه هیواد یې د نه خوشي کېدو غوښتنه کړې وه. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې وایي، پاریس د هغو کسانو د ازادولو سره مخالف دی چې د فرانسوي وګړو او په ځانګړې ټوګه سرتېرو او بشرپاله خدمتونو کارکوونکو پر وړاندې په جرایمو محکوم شوي دي. دغه شپږ بندیان د طالبانو د هغه څلور سوه بندیانو له ډلې دي چې افغان حکومت د لویې جرګې له پرېکړې وروسته ازاد کړل خو د دغو شپږ بندیانو د خلاصون سره فرانسې او اسټرالیا مخالفت ښکاره کړ او ده نه خوشې کېدو غوښتنه یې کړې وه. فرانسې وروسته تر هغه دغه مخالفت ښکاره کړی چې دغه شپږ طالب بندیان نن سهار د افغان حکومت له زندانونو ازاد او په یوه ځانګړې الوتکه کې قطر ولېږدول شول.
https://avapress.com/vdchw6niq23nzmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته