دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۶
د مطلب کود : 218598
د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی قطر ته ورسید
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت مذاکراتي پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته ورسېده. د دولت دا مذاکراتي پلاوی ۲۱ غړي لري. په پلاوي کې د ملي مصالحې د شورا مشر عبدالله عبدالله او د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر هم شامل دي. دوی به نن د شنبې په ورځوږي۲۲ د قطر په مشهور هوټل «شریتون» کې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په مراسمو کې ګډون وکړي.

ښاغلي عبدالله په الوتکه کې خبریالانو ته وویل چې قطر ته د سولې له هیلو سره ځي او اوربند به یې د خبرو په اجنډا کې مهم بحث وي.
ډاکتر عبدالله عبدالله وویل تمه مو دا ده چې د سولې په خبرو کې پرمختګ وشي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر بیا وویل نشي ویلی چې دا ځل مذاکرات به څومره وغځیږي.
https://avapress.com/vdci3varvt1azw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته