دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۰
د مطلب کود : 218626
په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ لومړۍ مقدماتي ناسته کېږي
نن د بین الافغاني خبرو مقدماتي وینا کېږي د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله قطر ته له رسېدا وروسته د قطر هېواد د بهرنیو چارو لپآره د دولت له وزیر سلطان بن سعد المریخي سره کتلي. په قطر کې د شخړي او انساني عملي څېړنیز مرکز مشر برکات پر خپله ټوېټر پاڼه د دغه خبر پخلی کړی دی. نن د بین الافغاني خبرو مقدماتي وینا کېږي، چې د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله او د طالبانو د تحریک مرستیال مشر ملاعبدالغني برادر به د پیل وینا وکړي. په ورته مهال په ننۍ غونډه کې به د قطر دبهرنیو چارو وزیر، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم وینا وکړي.
https://avapress.com/vdcauanui49n6i1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته